مضاربت

مضاربت

مضاربت څه شی دی؟

مضاربت د اسلامي تمویل یو ډول دی چې په هغه کې تاسو ته د پروژې د پلي کولو لپاره د کرنېزې پرمختیا صندوق له خوا، یوه ټاکلې اندازه پانګه په واک کې درکول کیږي، ترڅو تاسو د خپلو مهارتونو او تخصص په کارولو سره، د ځانګړو موخو لپاره یا په ځانګړې پروژه کې وکاروئ د دې پروژې څخه تر لاسه شوې ګټه، د مشخصو نسبتونو پر بنسټ د لوریو ترمنځ ویشل کیږي.

د مضاربت محصول ځانګړتیاوې:

  • د شریعت اصولو سره سم: ټول پړاوونه د اسلامي شرعي اصولو په رڼا کې طرحه شوي او د شرعي پلټنې بورډ او د کرنېزې پرمختیا صندوق د شرعي بورډ لخوا څارل کیږي.
  • د مشارکت یو ډول: تاسو او د کرنیزې پرمختیا صندوق په پروژه کې شراکت کوئ، یعني صندوق تاسو ته نغدې پیسې په واک کې درکوي او تاسو خپل مهارت او تجربه د پروژې په پای ته رسولو کې په کار اچوئ.
  • د ګټې عادلانه ویش: ګټه د لوریو تر منځ د هوکړه شوي تناسب سره سم په عادلانه توګه ویشل کیږي.
  • د زیان یا تاوان ویش: د پروژې څخه رامنځ ته شوی زیان به د صندوق په غاړه وي او تاسو به هیڅ ډول زیان ونکړئ.
  • د پروژې مدیریت: تاسو د مضارب په توګه، د پروژې ټول فعالیتونه ترسره کوئ او د کرنېزې پرمختیا صندوق د پانګې څښتن یا رب المال په توګه، یوازې پانګه ستاسو په واک کې درکوي.
  • مالي او مشورتي ملاتړ: د مالي تمویل سربیره، موږ تاسو ته تخصصي مشورې هم درکوو.

د مضاربت محصول کارولو ګټې:

۱-  مالي سرچینو ته لاس رسی: د دودیزو پورونو او سود تادیاتو ته له اړتیا پرته، اړینې مالي سرچینې چمتو کړئ.

۲- زیان: تاسو اړ نه یاست چې د پروژې رامنځ ته شوي زیانونه وزغمئ.

۳-  د پایښت لرونکو پروژو ملاتړ: دوامداره او نوښت لرونکو کرنیزو پروژو ته پراختیا او وده ورکړئ.

۴- همکاري او تخصصي مشورې: په کرنېزو چارو کې زموږ له تجربو او مشورو څخه ګټه واخلئ.

ګټه او زیان:

د پروژې ګټه د مضاربت په تړون کې د اړخونو د هوکړې پر بنسټ ټاکل کیږي او له هغه ځایه چې، تاسو یو فعال شریک ګڼل کیږئ، د مضارب په نوم هم یادیږئ، مګر د زیان په صورت کې، که تاسو ملامتیا ونلرئ، نو د کرنیزې پرمختیا صندوق به د رب المال په توګه ټول زیان په غاړه واخلي.

د بیرته ورکولو طریقه یا د مضاربې موده:

د مضاربت موده لږ تر لږه یو کال او تر ډیره حده درې کاله ده، چې دا به د پروژې د مودې په پام کې نیولو سره د صندوق د تخنیکي ټیم لخوا ټاکل کیږي.

د کرنېزې پرمختیا  صندوق د مضاربت تړون شرایط:

  • د مضاربت تمویل لپاره غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري.
  • د مالیې ورکړې د پیژندنې شمیره (TIN) ولري.
  • د اسلامي امارت له با صلاحیته ادارې څخه د فعالیت جواز ولري.
  • د کرنې په برخه کې لږ تر لږه یو کلنه بریالۍ تجربه ولري.
  • په غیر قانوني فعالیتونو کې ښکیل نه وي.
  • د تیر کال مالي راپورونه ولري.
  • د تضمین لپاره جایداد ولري.