کرنه او مالداري د هېواد اقتصاد کې ډېر ارزښت لري، ځکه د کرنې سکتور د ملي ناخالص عاېد شاوخوا درويشت سلنه جوړوي. له دې پرته د نړېوال بانک د اوسنېو راپورونو پر بنسټ افغانستان کې کرنه او مالداري د شاوخوا ۴۴ سلنه کورنېو د عاېد ستره سرچينه ده، ځکه نو دې سکتور هېواد کې ډېرو خلکو ته د کار زمينه رامنځته کړېده. پر دې برسېره دا سکتور د خوړو په خونديتوب کې هم رول لري. که څه هم زمونږ هېواد لا تراوسه د خوړو په توليد کې پر ځان بسيا نه دی، خو بيا هم هېواد کې د کرنې سکتور تر ډېره بريده د افغانستان خلکو ته خواړه برابروي. د هېواد اقتصاد کې د کرنې ارزښت له دې هم مالومېدی شي، چې د اتيا سلنه شاوخوا صادرات مو له همدې سکتوره دي. د افغانستان تازه او وچې مېوې، سبزيجات او ځېنې نور لوړ ارزښت لرونکي کرنيز توکي لکه زعفران بهرنېو هېوادونو ته لېږدول کېږي، چې له امله يې نه يوازې بهرني اسعار ترلاسه کېږي، بلکې هېواد ته مو لوي افتخار او وياړ رابخښي.
د کرنې سکتور د ارزښت پام کې نيولو سره په تېرو دوو لسيزو کې د دې سکتور د پراختيا لپاره ډېر کار تر سره شو. ډول ډول پروژې او پروګرامونه پلي شول، چې پاېله کې د کرنې د سکتور په ځينو برخو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شو. د هېواد په ختيځه سيمه کې په ځانګړي ډول ننګرهار ولايت کې د سبزيجاتو توليد ډېر شو، د هېواد په ځېنو نورو ولايتونو کې د بڼ ساتنې توکو پراختيا وموندله، هرات کې د زعفرانو توليد ترويج شو، باميانو کې د الوګانو د توليد کچه لوړه شوه. همدارنګه د چرګانو او د مالدارۍ نورو محصولاتو برخه کې د پام وړ زياتوالی رامنځته شو.
له بده مرغه اوس هم زمونږ د کرنې سکتور په وروسته پاتې او عنعنوي کرنې پنوم پېژندل کېږي. د يوې ټوټې ځمکې حاصل د نورو هېوادونو په پرتله ډېر لږ دی. بزګران او مال لرونکي مو د کرنيزو توکو د پلور برخه کې ډېرې ستونزې لري. د کرنې او مالدارۍ څخه عواېد ډېر لږ لاسته راځي، چې بزګران او مال لرونکي مو نشي کولی، خپل ژوند پرې په سم ډول وړاندې بوځي، او پېسې سپما کړي. زمونږ بزګران او مال لرونکي په ټوله کې د توليدي عواملو لکه سرې، کېمياوي توکو، کرنيزو ابزارو او نورو اړينو توکو په برابرولو کې ستونزې لري. دغه ستونزې په ټوله کې پانګې ته د نه لاسرسي له امله دي. بزګران او مال لرونکي ځينې وخت اړ کېږي، چې کرنې ته شا کړي او نورو سکتورونو کې د کار په لټه شي، خو دا چې هېواد کې نور سکتورونه لکه د صنعت سکتور دومره پرمختللي نه دي، چې په لوي شمېر خلک جذب کړي، ځکه نو د غربت او بې وزلۍ کچه لوړېږي.
علمي څېړنو او د نورو هېوادونو تجربو ښودلې چې رسمي پورونو ته لاسرسی کولی شي د بزګرانو سره د توليدي لاملونو او ابزارو برابرولو کې ډېره مرسته وکړي او د دوي توليدات او عوايد لوړ کړي. رسمي پورونو ته لاسرسی همدا راز بزګرانو او مالدارانو سره د بازار موندنې برخه کې هم مرسته کولی شي. کرنه لکه د نورو سکتورنو په شان نه ده، ځکه د کرنې سکتور کې د پانګې بهير ډېر ورو وي او موسمي ځانګړتياوې لري. بزګران د يوه کال بهير کې نه شي کولی هره اوونۍ يا هره مياشت عوايد ولري، دوي يو کال کې يو ځل، دوه ځل او ندرتاً درې ځلې محصولات راټولولی شي او بازار کې يې پلوري، ترڅو د خپلې خوارۍ او پانګوونې ګټه ترلاسه کړي. د تمې سره ناسم دوي د ټول کال بهير کې د خپلو کروندو او کورنېو لپاره لګښتونو ته اړتيا لري. معمولاً د فصل د کرلو څخه تر حاصل راټولولو پورې بزګران له کرنې عوايد نه لري، خو لګښتونه لري. د کرنيز سکتور د دغې ځانګړتيا له امله د پانګې او پورونو د برابرولو لپاره ورته ډېره اړتيا ليدل کېږي.
د بزګرانو او کرنيز سکتور د دې ستونزې پام کې نېولو سره په تېرو دوه لسيزو کې د پور برابرولو بېلابېل پروګرامونه پلي شوي. د کوچنېو پورونو موسساتو، بانکونو او نورو مالي ادارو ېو شمېر بزګرانو ته پورونه برابر کړي دي، همدارنګه د کرنيزې پراختيا صندق تر اوسه لس نيم مليارده افغانۍ پورونه ورکړي دي. خو پانګې او پورونو ته د کرنيز سکتور د غوښتنې په پرتله دا پورونه ډېر زيات کم دي. د شته مالي موسساتو او ادارو پوښښ هم ډېر کم تر سترګو کېږي.
همدارنګه زمونږ بزګران، په ځانګړي ډول هغه چې په لرې پرتو سيمو کې استوګن دي، د رسمي پورونو د پروګرامونو څخه ناخبره دي. يو شمېر يې د پوهې کچې د کموالي له امله د پور د اخېستلو بهيرونه نه شي ترسره کولی. ځېنې يې تضمين او د ځمکې قباله نه شي برابرولی، ترڅو پور پرې ترلاسه کړي. ډېر شمېر خلک د ديني اعتقاد له امله په رسمي پورونو بدګمانه دي او فکر کوي چې رسمي پورونه د سود (ربا) پر بنسټ ورکول کېږي او ترلاسه کول يا کارول يې د ګناه سبب ګرځي.
د پورته ستونزو له امله زمونږ زيار کښه بزګران يا بې پانګې پاتې کېږي او يا هم غېر رسمي پورونو ته مخه کوي. که بزګران په خپلو کروندو کې که څه هم ډېره خواري وکړي، خو لازمه پانګونه ونه کړي، د دوي خواري به دومره پاېله ونلري، خو که چېرې يې خواري له لازمې پانګونې سره مل شي، توليد او عاېد يې لوړيږي.
د مرکزي احصائيې د يوې سروې راپور پر بنسټ د هېواد کليوالي سيمو کې (۴۲) سلنه کورنۍ پر غېر رسمي پورونو تکيه کوي. غېر رسمي پورونه زمونږ هېواد کې په دوه ډوله دي. لومړی ډول يې هغه پورونه دي چې د مرستې او همکارۍ پر بنسټ ورکول کېږي لکه چې د خپلوانو، شتمنو خلکو او ګاونډيانو څخه ترلاسه کېږي. دوهم ډول يې هغه پورونه دي چې معاملاتي او کاروباري اړخ لري، لکه چې د توليدي عواملو برابروونکو، سود خوړونکو، هټۍ والو، د کرنيزو محصولاتو کاروباريانو او ځينو نورو ډلو او خلکو لخوا برابرېږي. يو شمېر بزګران کله چې لويو پورونو ته اړتيا ولري، خپله غېرمنقوله دارايي (لکه ځمکه او کور) په اجاره ورکوي.
غېر رسمي پورونه کېدی شي په ځېنې برخو کې بزګرانو سره مرسته وکړي، خو په ټوله کې دغه پورونه د کم وخت لپاره وي. هغه غېر رسمي پورونه چې معاملاتي او کاروباري اړخ لري، بزګرانو ته په ډېره لوړه بيه تمامېږي. د بېلګې په ډول هېواد کې د چرګانو د توليدي لاملونو برابروونکي پور اخېستونکو فارم لرونکو ته د چرګانو روزنې توليدي لاملونه لکه يو ورځني چرګوړي، دانه او درمل د بازار د بيې په پرتله په ډېره لوړه بيه په پور ورکوي. له لوړې بيې سربېره، غېر رسمي پورونه د ځېنو ټولنيزو ستونزو لکه نزاع او جنګونو سبب هم ګرځي. د غېر رسمي پور اخېستلو او کارولو په وخت بزګران د ټيټوالي احساس کوي او کله کله يې شخصيت ته هم زيان رسيږي، خو دغه ستونزې بيا په رسمي پورونو کې نه وي. د رسمي پور اخېستلو په وخت بزګران يوې رسمي څانګې ته ورځي او د ټولو شرطونو په پوهېدو، پور ورکوونکي سره تړون ترسره کوي، رسمي فورمونه او پانې ډکوي او لاسليکوي يې، شخصيت ته يې هېڅ زيان نه رسيږي.
هېواد کې د پورونو برابرولو اوسني موسسات او ادارې له يوې خوا ډېر کم پوښښ لري او د کوچنېو بزګرانو ګډون ورسره کم دی، خو له بلې خوا نېکه مرغه د کرنيزې پرمختيا صندوق په ګډون ډېری شمېر مالي ادارې او بانکونه اوس پورونه د اسلامي اصولو پر بنسټ وړاندې کوي. دا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی او دلته خلک د اسلام د سپېڅلي دين پر بنسټ خپل ژوند مخته بيايي او ديني ارزښتونو ته پر خپلو وټيزو وسايلو غوره والی ورکوي، ځکه نو ډېره اړينه ده چې پورونه بايد له سود او ګناه عاري واوسي. مونږ باېد هم مهاله هم د کرنې برخه کې پرمختګ وکړو او هم خپل ديني ارزښتونه وساتو. د اسلامي اصولو پر بنسټ کرنيز پورونه که څه هم افغانستان کې نوي دي، خو په نورو اسلامي هېوادونو کې يې ډېره ښه پاېله ترلاسه کړې ده، بزګران او مال لرونکي ورڅخه ډېر خوښ دي. اسلامي پورونه ډېر ډولونه لري، لکه مرابحه، مزارعه، سلم او داسې نور، چې د کرنيز سکتور د ځانګړتياوو سره سمون خوري او ښه پاېله لرلی شي.
تر هر څه وړاندې بايد د کرنيزو پورونو برخه کې د بزګرانو او مالدارانو پوهاوی زيات شي. دوي بايد پر دې وپوهېږي چې له کوم ځايه او په کومو شرطونو پورونه ترلاسه کړي. دوي بايد همداراز د پورونو په ښه توګه او پر ځای کارولو وپوهېږي، ترڅو په ښه ډول او پر وخت يې بېرته ورکړي. د کرنې وزارت، بانکونه، مالي موسسې، په ځانګړي ډول د کرنيزې پرمختيا صندوق بايد د چارو سيمې او پوښښ پراخه کړي، تر څو ډېر بزګران او مال لرونکي ترې ګټه پورته کړي. دوي بايد لرې پرتو کليوالي سيمو او ډېرو ولايتونو ته چوپړتياوې ورسوي، کرنه د ښارونو په پرتله ډېره په کلېو کې ترسره کېږي.
د پورته ټکو سره سره ډېره اړينه دا ده چې اسلامي پورونه ترويج شي، بزګران او مال لرونکي پرې وپوهېږي او پر ارزښت يې پوه شي. له دې سره به د دوي ترمنځه د پورونو په اړه لېوالتيا زياته شي. ډېر شمېر به پورونو ته زړه ښه کړي، هېواد کې په کرنه به د پانګونې کچه لوړه شي، د خواريکښو بزګرانو او مالدارانو په جېب کې به پېسې ډېرې شي، د پرمختللې کرنې پر مټ به مو هېواد پدې برخه کې پرمخ ولاړ شي.
- توسط ADF
- مقالې
- تبصرې نشته