د رئیس پیغام

انجنير عبدالغفور غفاري

بریښنالیک

info@adf-af.org

شمېره

35 48 250 020

ویب پاڼه

www.adf-af.org

د رئیس پیغام

کرنه د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ بنسټیز  او اصلي محور جوړوي او کرنیز لاملونه لکه: اوبه، ځمکه، اصلاح شوي تخمونه، د کار وسایل او بزګر د کرنې بنسټیز عناصر دي.

کرنه د خوړو توکي چمتو کوي او د کار فرصتونه رامنځته کوي. د نړۍ اکثریت نفوس له کرنې سره تړاو لري.

کرنه د افغانستان لپاره هم یوه ستراتیژیکه او کلیدي برخه ده او په هیواد کې د پراختیا او پرمختګ لپاره ډیره  وړتیا لري.

همداراز کرنه د صادراتو عوایدو په دوام کې مهم رول لري او اومه توکي د فابریکو لپاره چمتو کوي، د افغانستان اقلیم کرنیز پرمختګ او د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو کښت لپاره ډیر مناسب دی. د افغانستان کرنیز محصولات د غوره کیفیت لرونکي دي، چې د پروسس، بسته بندۍ او معیاري نښې سره کولی شي د سیمه ایزو او بهرنیو تولیداتو سره په ښه توګه سیالي وکړي.

د کرنیزې پرمختیا صندوق  د هیواد کرنیز سکټور په ټولو برخو کې کار کولو او د اسلامي مالي اغیزمنو تمویلاتو چمتو کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په دغو چارو کې لا ډېره پانګونه وکړي.

په حقيقت کې کرنه نه یواځی د هېوادونو د ملا د تير ارزښت لري، بلکې پرمختللې کرنه د هېوادونو پرمختګ او سوکالي تضمينوي، کرنې او لاسته راوړنې يې د هېوادونو صادراتو او وارداتو کې ارزښتمند رول لري، چې د اقتصاد له پلوه پياوړي صادرات، هېوادونه د سوکالۍ پر لور بيايي او يواځې دا نه، چې نورو ته به اړمن نه وي او له بې وزلۍ يې هم خلاصوي.

د کرنيزې پرمختيا صندوق بزګرانو او کرنيزو سوداګرو ته ډاډ ورکوي، چې د کرنې د پرمختيا په موخه به خپلې همکارۍ او مرستو ته دوام ورکوي او د یاد سکتور د لا ډېر پرمختګ لپاره به جدي هڅې کوي.

زراعت
اقتصاد
منیجمنټ