د هیواد تولیدي شرکتونو لپاره اسلامي مالي تمویل تصویب شو

د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت غونډه د دغه صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ  په داسې حال کې، چې د صندوق اړوندو یو شمېر نورو مسوؤلینو هم ګډون درلود، جوړه شوه.

د یادې غونډې په ترڅ کې د هیواد درېیو تولیدي شرکتونو لپاره، چې اوس مهال د کندز او غزني په ولایتونو کې د چرګانو صنعت او د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو د تولید په برخو کې فعالیت کوي د مرابحې په بڼه اسلامي مالي تمویل تصویب شو.

دا هغه اغیزمنې کړنې دي، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق له لوري پلې کیږي او دا لړۍ د هیواد د کرنیز سکټور د لا ودې او پراختیا په موخه دوام لري.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*