د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي تمویل کمېټې ناسته
په دې ناسته کې د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس، انجنیر عبدالغفور غفاري، او د یاد صندوق یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
یاده ناسته، چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ لهخوا جوړه شوې وه، د دوو کورنیو شرکتونو لپاره د مرابحې له لارې د اسلامي تمویل تصویب ته ځانګړې شوې وه.
یاد شرکتونه د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه اوسمهال د اوړو تولید او د کیمیاوي سرو واردولو په برخو کې فعالیت کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته