شیرالله شکري څنګه خپلې مالدارۍ ته پراختیا ورکړه؟

افغانستان یو کرنیز هیواد دی، چې نږدی ۸۰ سلنه وګړي یې په نېغه او نا نېغه توګه کرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي او مالداری د کرنې سکټور یوه لویه برخه ده. که څه هم مالداری په فزیکي توګه یو خورا ستونزمن کار دی، خو د عایداتو عمده سرچینه یې جوړه کړی ده او زمونږ په هیواد کې د بل هر څه په پرتله تر ټولو زیات خلک په دغه سکټور کې په کار او فعالیت بوخت دي. د هیواد نورو وګړو په څیر چې په دغه مهم سکتور کې، د څارویو په روزنه او پالنه بوخت دي، یو یې شیرالله شکري دی، چې تقریباً ۵۵ کاله عمر لري او د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز ښار په لومړۍ  ناحیه کې د شکر خیلو په کلي کې په خپل شخصي خاورین کور کې هستوګنه کوي. نوموړی یوه میرمن، درې زامن، پنځه لوڼې، دوه نږورانې او پنځه لمسیان (یو لمسۍ او څلور لمسیانې) لري. شیرالله شکري تعلیم ندی کړی او مالداری ورته له پلرونو څخه په میراث پاتې ده. نوموړی د څارویو په پیر، پلور او روزنه کې خاص مهارت لري او د خپل ژوند ټول لګښتونه له همدې لارې تأمینوي. نوموړی په پکتیا، غزني او خوست ولایتونو کې د څارویو پیر او پلور کوي.

داچې د څارویو روزنه، پیرل او پلورل زیاتو پیسوته اړتیا لري، نو شیرالله له یو لړ ستونزو سره مخ وو او په کافي اندازه پیسې یي نه درلودې، ترڅو خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي. نوموړې به په پور او لوړه بیه څاروي پیرل، نو کله به چې د پور د ورکړې وخت راورسید، هغه به مجبوره وو، چې خپل څاروي په ارزانه بیه وپلوري، ترڅو خپل پور پرې کړي،  همدا رنګه په وخت یی د خپل د کورنۍ د ژوند لومړنې اړتیاوي هم نشوای پوره کوالی لکه: د خوراکې توکو پیر، روغتیایې مرکزونوته د درملنې لپاره په وخت سره د خپلو ناروغانو لیږد او د زامنو بیکاري، په ټوله کې هغه لاماونه وو، چې د نوموړی ژوند یې له سختو حالتونو او ننګونو  سره مخامخ کړی وو.

په ۲۰۲۳ کال کې کله چي، د کرنیزې پرمختیا صندوق د سویل ختیځ زون لپاره په پکتیا ولایت مرکز،  ګردیز  ښار کې خپله څانګه پرانیسته او په مستقیم ډول یی د بزګرانو او مالدارانو لپاره، د کوچنی اسلامي مالي تمویل چوپړونه پیل کړل، نو شیرالله شکري چي،  له مخکې نه له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان وو خبر شو، نو د ۲۰۲۴ کال په پیل کې یې د کرنیزې پرمختیا صندوق ته مراجعه وکړه او د ۵۰۰،۰۰۰ افغانېو په ارزښت یې د ۵۰ رأسه میږو د پیرلو په موخه یې د اسلامې مالې تمویل غوښتنه وکړه، ترڅو، د خپلې مالدارۍ کچه پراخه او خپل ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي. د کرنیزې پرمختیا صندوق د نوموړې مالدار غوښتنې ّه هکله د تمویل چارې بشپړې کړی او نوموړي ته یی د دوو کلنو لپاره د مرابحې په بڼه د ۵۷۵،۰۰۰ افغانۍ د  ۵۰ رأسه میږو د پیرلو په موخه په واک کې ورکړي. دا چې شیرالله شکري له وړاندې په مالدارۍ کې خاص تجربه درلوده، نو د میږو په روزنه یې پیل وکړ. ټولې میږې لنګې شوی او بېلابېل وري یې وزیږول، چې د اسلامي مالي تمویل د  ترلاسه کولو له لارې یې خپلې مالدارۍ ته پراختیا ورکړه او د میږو شمېر یې  سل رأسو ته ورسید.

شیرالله شکري د اسلامي مالي تمویل څخه د برخمن کيدو په لومړیو پنځو میاشتو کې، هغه سل رأسه میږې او نوي زیږیدلي وري وپلورل، چې ټولټال نا خالص عاید یې ۷۰۷،۰۰۰ افغانیو ته ورسید. دغه راز نوموړی بیا ځل یې، څاروي وپیرل او له روزنې څخه یې وروسته بیا وپلورل، چې په پایله کې یوه مناسبه خالصه ګټه چي کچه یې ۱۴۰،۰۰۰ افغانیو ته رسیږی، تر لاسه کړه. شیرالله چې مخکې به یې په پور په لوړه بیه څاروي پیرل، اوس په نغدو پیسو خپل کاروبار کوي او خپله مالداری چاره  یې تقریباً درې چنده زیاته کړی او اوس د ژوند ټول اړتیاوی یې په وخت سره پوره کیږي، ناروغ  یی په وخت تر روغتیایې مرکز پورې رسیږې او بله دا چې اوس مهال له هیڅ چا څخه پوروړی هم ندی، او تر ټولو مهمه موضوع دا چې، یې بیکاره او بی روزګاره زامنو ته یې اوس د کار بوختیا زمینه برابره کړي ده، چي لدې لارې اوولس (۱۷) کسیزه کورنۍ ته حلاله نفقه (روزي) برابروي.

دا چي، د څارویو په بازار کې، وخت په وخت بدلون راځي او په سویل ختیځ زون کې اوبه او هوا هم ژر، ژر بدلون مومي، نو شیرالله شکري د بازار وضعیت ته په کتو، د میږو له پلورلو وروسته اوس نه (۹) رأسه غواوې او غوسکي اخیستي چې ټولټال ارزښت یې ۴۰۰،۰۰۰ افغانیو ته رسیږي، چې یاد څاروي به  د یوې مودې روزني وروسته هم په بازار کې په مناسبه بیه وپلوري.

د شیرالله شکري هڅو پایلې ډېرې ګټورې تمامې شوي او د ژوندانه په چارو کې یې اوس مثبت بدلون راغلی، نوموړی له خپلې کورنې سره  یو ځای کاروبار ته دوام ورکوي او د کرنیزې پرمختیا صندوق له اسلامي مالې تمویل څخه ډیر خوښ دی.

شیرالله شکري د کوچني تمویل له برخمن کېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايې:

په وياړ سره وایم او خوښ یم چې موږ د صندوق له کوچني اسلامي مالي تمویل څخه ډېره ګټه پورته کړی ده او نورو مالدارانو ته وړاندیز کوم چې، د يوې منسجمې تګلارې په چمتو کولو سره، د صندوق له اسلامي مالي تمویل څخه سالمه ګټه پورته کړي. د کرنيزې پرمختيا صندوق له لوري د باور او هر اړخیز ملاتړ څخه ډېره مننه کوم، چې زموږ لاسنيوی يې وکړو او راسره يې داسلامي مالي تمویل مرسته وکړه، ترڅو، مونږ بريالي شو او زمونږ په اقتصادي وضعیت کې اغیزمن او د پام وړ  بدلون رامنځ ته شي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*