د پرمختګ او خوښۍ سفر
د هدیه میهن د کرنې او مالداري خدمتونو شرکت، چې د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې موقعیت لري، دوه کاله مخکې یې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې په فعالیت پیل وکړ، خو د پرمختګ چارې یې ورو، ورو روانې وي او فارم د محدودو سرچینو او له فني پوهې له اړخه له ډیرو ستونزو سره مخ وه.
بلوچ دانش او محمد ابراهیم امان، چې د هدیه میهن د کرنې او مالداري خدمتونو شرکت د رئیس او مرستیال په توګه د دندو ترسره کولو سربېره، د یاد شرکت ویاړلی ځښتنان هم دي، وایې: کله چې، زمونږ شرکت د کرنېزې پرمختیا صندوق دفتر له اغیزمنو مالي تمویلاتو په هکله خبر ترلاسه کړ، نو سمدستي مو د مالي ملاتړ تر لاسه کولو لپاره، د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې ددغه دفتر له مسوؤلینو سره اړیکه ونیوله. دغه پرېکړه د یوه بدلون راوړونکي سفر پیل ؤ. د کرنیزې پرمختیا صندوق نه یوازې دا چې زمونږ مالي ملاتړ یې وکړ، بلکې مونږ ته یې د خپل ختیځې سیمې ټیم له لارې د فني پوهې د زدکړې زمینه هم برابره کړه.
د لومړی مرستې غوښتنې پر وخت، فارم یوازې ۲۲ د شېدو غواګانې درلودې، چې په ورځ کې یې په منځنۍ توګه۳۰۰ کیلوګرامه شیدې تولیدولې. خو اوس، د صندوق په مرسته، مونږ په ویاړ سره د یو بريالی فارم مدیریت کوو، چې ۶۵ د شېدو غواګانې او ۵۰ خوسکي لري او فارم په ورځ کې له ۷۰۰ کیلوګرامو څخه زیات شیدې تولیدوي، چې دغه شیدي محلي مارکیټونو او هټیوالو ته وړاندې کیږي، ترڅو د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
دغه پرمختګونه یوازې د کمیت له پلوه نه دي. د صندوق د فني لارښود له لارې، د فارم زیربناوې هم عصري شوې دي، چې پکې د غواګانو د پناه ځایونو ښه کول او پرمختللي کرنيز تخنیکونه شامل دي.
د یاد شرکت د صندوق د ټیم پر وخت لیدنې او مسلکي مشورې، زموږ د کرنې وړتیاوې د پام وړ زیاتې کړي دي.
سربېره پر دې، د فارم بریا د ټولنې لپاره د کاري بوختیاوو فرصتونه هم رامنځته کړي دي او اوس موږ ۲۰ ژمن کارکوونکي لرو، چې د فارم د پرمختګ سره سم، له مهارتونو او پوهې څخه برخمن شوي دي. دغه اغېز نه یوازې مونږ، بلکې زمونږ کورنۍ او ټولنې ته هم الهام ورکړی، چې د کرنې او مالدارۍ چوپړونو کې نور فرصتونه وپلټي، چې په دې توګه به د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې سره مرسته کوي.
د هدیه میهن د کرنې او مالداري خدمتونو شرکت مسوؤلین د صندوق اغیزمنو چوپړونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وایې:
مونږ د کرنیزې پرمختیا صندوق له مشرتابه او ددغه صندوق د ختیځ زون فني ټیمونو څخه ډیر منندوي یو، چې د هغوی ثابت ملاتړ، نه یوازې د مالي تمویل په برخه کې، بلکې په تخنیکی برخه کې هم، زمونږ خوب په حقیقت بدل کړ. د هغوی مسلکي چلند، پر وخت اړیکه، او هڅونې مونږ ته دا الهام راوبخښه، چې لوړو موخو ته ځان ورسوو او د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې د خپلو چوپړونو د وړاندې کولو کچه لا پراخه کړو.
د هدیه میهن د کرنې او مالداري خدمتونو شرکت، نن ورځ د دې شاهد دی، چې څرنګه ټاکلی ملاتړ او همکاري کولی شي ژوندون بدل، ټولنې پیاوړې او محلي اقتصاد ته وده ورکړي.
- توسط ADF
- د بریا کیسې
- تبصرې نشته