مشارکت

مشارکت

مشارکت څه ته وایې؟

مشارکت یو ډول اسلامی مالي تآمین دی چې د یوې پروژې د پلې کولو لپاره د کرنیزې پرمختیا صندوق تاسو سره شراکت کوي، او د دغه پروژې څخه تر لاسه شوی ګټه او تاوان د ټاکلو نسبتونو پر بنسټ اړخونو ترمنځ ویشل کیږي.

د مشارکت محصول ځانګړنې:

  • د شریعت اصولو سره سم: ټول پړاوونه د اسلامي اصولو او شریعت پر بنسټ طرحه شوي دي او د کرنیزې پرمختیا صندوق د شرعي پلټنې بورډ او شرعي بورډ له خوا څارنه کیږي.
  • ریښتنی مشارکت: تاسو او کرنیز صندوق په پروژه کې په ګډه پانګونه کوئ.
  • د ګټې عادلانه ویش: ګټه په عادلانه ډول د اړخونو تر منځ د هوکړې شوي تناسب سره سم ویشل کیږي.
  • د زیان او یا ضرر ویش: له پروژې څخه رامنځ ته شوی زیان، د اړخونو د پانګې ونډې په تناسب ویشل کیږي.
  • د پروژې مدیریت کول: تاسو د پروژې فعاله شریک په توګه عمل کوئ او د پروژې ټول فعالیتونه پرمخ وړئ او د کرنیزې پرمختیا صندوق د یو غیر فعال شریک په توګه یوازې پانګه ستاسو په واک کې درکوي.
  • مالي ملاتړ او مشورې: د مالي تأمین تر څنګ، مونږ تاسو ته تخصصي مشورې هم وړاندی کوو.

د مشارکت محصول کارولو ګټې:

۱- مالي سرچینو ته لاسرسی: د دودیزو پورونو او سود ورکولو ته د اړتیا پرته اړین مالي سرچینې چمتو کړئ.

۲- بنسټیزو پروژو څخه ملاتړ: بنسټیزه کرنیزو پروژو ته په نوي بڼه وده او پراختیا ورکړئ.

۳- همکاري او تخصصي مشورې: د کرنې په برخه کې زموږ له تجربو او مشورو څخه ګټه پورته کړئ.

ګټه او زیان:

د پروژې ګټه د مشارکت په تړون کې د اړخونو د هوکړې  پر بنسټ ټاکل کیږي، او څنګه چې تاسو یو فعال شریک ګڼل کیږئ، تاسو به ډیره ګټه ترلاسه کړئ، مګر د زیان رامنځ ته کېدو په صورت کې، د زیان ویش به د هر شریک د ونډې پر اساس محاسبه شي.

د بېلګې په توګه: هرکله چې په یوه پروژه کې د صندوق ونډه ۵۰ زره افغانۍ وي او ستاسو ونډه ۵۰ زره افغانۍ وي.

د تاوان په صورت کې، له هغه ځایه چې د دواړواړخونو پانګه ۵۰-۵۰ ده، نو باید نیمایي زیان تاسو او نیمایې به یې صندوق په غاړه واخلی، او ګټه به یې د دواړو لوریو د هوکړې پر بنسټ وي.

د بیرته ورکړې طریقه یا د مشارکت موده:

د مشارکت موده لږ تر لږه یو کال او تر ډیره حده ۳ کاله ده، دا موده د پروژې د میعاد یا مودې په پام کې نیولو سره د صندوق تخنیکي ټیم لخوا ټاکل کیږي.

د کرنېزې پرمختیا د صندوق د مشارکت تړون شرایط:

  • د مشارکت تمویل لپاره غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري.
  • د مالیې ورکړې د پیژندنې شمیره (TIN) ولري.
  • د اسلامي امارت له با صلاحیته ادارې څخه د فعالیت جواز ولري.
  • د کرنې په برخه کې لږ تر لږه یو کلنه بریالۍ تجربه ولري.
  • په غیر قانوني فعالیتونو کې ښکیل نه وي.
  • د تیر کال مالي راپور ولري.
  • د تضمین لپاره جایداد ولري.