د کرنیزې پرمختیا صندوق د مالي مدیریت کمېټې ناسته د یاد صندوق عمومي رئیس انجنیرعبدالغفور غفاري په مشرۍ په داسې حال کې چې د صندوق اړوند رئیسانو او ځینې نور مسوؤلینو پکې ګډون درلود، دائره شوه.
د یادې ناستې په ترڅ کې د هیواد درېیو تولیدي شرکتونو ته، چې د بلخ او هرات په ولایتونو کې د صابون، پنبې او د چرګانو د دانې د تولید او پروسس په برخو کې فعالیت کوي، اسلامی مالي تمویل تصویب شو.
د کرنیزې پرمختیا صندوق کرنیزو تشبثاتو ته د اغیزمنو مالي چوپړونو په وړاندې کولو سره تل هڅه کوي، ترڅو د کرنې سکټور وده وکړي او د هیواد په ګوډ، ګوډ کې خلکو ته د کاري بوختیاوو زمینه هم برابره شي.- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته