د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو مالوماتو ریاست د شمېرو له مخې، د مالوچو تولیدات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي او شاوخوا ۱۵۹ زره متریک ټنو ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د پنبې له ۹۳زره ۶۳۰ هکتاره کروندو څخه ۱۲۲زره ۴۵۵ متریک ټنه مالوچ راټول شوي وو.
د مالوچو د بوټي د پرېکولو د نمونوي سروې له مخې، چې کرنې وزارت د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په همغږۍ په ۱۷ ولایتونو کې ترسره کړې، ټولټال ۱۰۵زره هکتاره ځمکه کې د مالوچو بوټي کرل شوي دي.
هلمند، بلخ، کندهار او جوزجان د مالوچو د تولید تر ټولو لوړې کچې لرونکي ولایتونه دي، خو فاریاب او کاپیسا بیا هغه ولایتونه دي، چې د تولید کچه یې د نورو ولایتونو په پرتله ټیټه ده.
د کرنیزې پرمختیا صندوق د هیواد نورو کرنیزو محصولاتو ترڅنګ، د پنبې یا مالوچو صنعت ودې او پراختیا ته هم پاملرنه لري، چې په همدې موخه یې په هیواد کې د پنبې د تولید او پروسس کولو فابریکو ته د اسلامي مالي تمویلاتو آسانتیاوې چمتو کړي دي او په دغه چاره کې په پوره ژمنتیا سره اغیزمن فعالیتونه تر سره کوي.
- توسط ADF
- فعالیتونه
- تبصرې نشته