د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس د کابل ولایت د کرنې له رئیس سره وکتل

د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس د کابل ولایت د کرنې له رئیس سره وکتل

د کرنیزې پرمختیا صندوق عمومي رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رئیس شیخ عبیدالله حقا.ني سره د نوموړي په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې، چې د حاصل کوچنیو تمویلاتو مؤسسې رئیس محمداکبر سروري او د صندوق حقوقي مسوؤل عزالدین سعید هم ګډون درلود، د حاصل کوچنیو مالي تمویلاتو مؤسسې له خوا کروندګرو او مالدارانو ته د کوچنیو اسلامي مالي تمویلاتو د بهیر پیل، د هیواد کرنیز سکتور ودې او پراختیا په موخه بزګرانو، مالداران او نورو ښکیلو کرنیزو تشبثاتو ته د مالي آسانتیاوو او چوپرونو د برابرولو او د هغوي د فعالیتونو څخه د ملاتړ په موخه د صندوق او د حاصل مؤسسې د اسلامي مالي تمویلاتو د وړاندې کولو څرنګوالي او  همدارنګه د کابل ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ  صندوق ته د یاد ولایت په اړوندو ولسوالیو کې مالي تمویلاتو ته اړمنو او مستحقو کروندګرو او مالدارنو د پېژندنې په هکله مفصلې خبرې اترې وشوې.

دغه راز د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس د کرنیزې پرمختیا صندوق له کړنو او فعالیتونو څخه هرکلی او ستاینه وکړه او نوموړي په کابل او اړوندو ولسوالیو کې په ښه او اغیزمنه توګه د صندوق برنامو د پلی کولو په لار کې د هر راز همکاریو ژمنه څرګنده کړه.

په پام کې ده، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق اړوند د حاصل کوچنیو مالي تمویلاتو مؤسسې له خوا کروندګرو او مالدارانو ته د کوچنیو اسلامي مالي تمویلاتو بهیر په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*
*