۱. د صندوق فعالیتونه څه شی دی ؟
۱- د علمي او عملي ټرینگونو وړاندې کول
۲- د کرنې او مالداری برخه کې علمي او تخصصي سلاء مشورې
۳- د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د کورني او بهرني بازار موندل
۴- د اسلامي مالي تمویل ترویجول
۵- د کرنيزو او مالدارۍ نندارتونونو پرانېستل او ملاتړ
۶- د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادراتو څخه ملاتړ کول
۷- تحقیقی چارې / فعاليتونه
۲. صندوق د کومو خلکو لپاره مالی تمویل او تخنیکی مشوری وړاندی کوی ؟
۲- د کرنیزی پرمختیا صندوق هغه شرکتونو، کوپراتیفونو او اتحادیو ته چی په کرنیزو کړونو کی په مستقیم او یا هم غیر مستقیم دخیل وی مالی تمویل وړاندی کوی.
۳- د اسلامی مالی تمویل اندازه څومره ده ؟
۳- د کرنیزی پرمختیا صندوق په مستقیم ډول بزګرانو او شرکتونو ته د هغوی د ظرفیت په اساس مالی تمویل وړاندی کوی.
۴- د مالی تمویل د بیرته ورکړی موده څومره ده ؟
۴- د مالی تمویل بیرته ورکړه په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوړد مهاله دورو ویشل شوی چی د ۶ میاشتو څخه د ۷ کلونو پوری ده.
۵- د کرنیزی پرمختیا صدوق دفترونه چرته دی ؟
۵- د کرنیزی پرمختیا صندوق مرکزی دفتر په کابل او ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات، کندز او پکتیا کی ساحوی دفترونه لری ترڅنګ یی بامیانو ولایت کی ولایتی دفتر هم لری.
۶- مرابحه څه ډول محصول دی؟
۶- مرابحه یو اسلامی محصول دی چی صندوق د شرکت یا هم بزګر په غوښتنه هماغه جنس اخلی او بیرته یی په ګټه په نوموړی شرکت او یا هم بزګر خرڅوی.